افغان ځانګړو ځواکونو په هلمند ولایت کې د طالبانو یو زندان باندې شپني عملیات کړي او یاد زندان یې مات کړی دی. د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، ځانګړو ځواکونو تېره شپه د دغه ولایت په واشېر ولسوالۍ کې د طالبانو له زندانه ۷ تنه بندیان ازاد کړي دي. د والي ویاند عمر ځواک وويل چې کمانډو ځواکونو تېره شپه د کره استخباراتي معلوماتو له مخې د وسله والو پر یاد زندان برید کړی دی او اووه تنه زندانیان یې ازاد کړي دي. ځواک وايي چې پر زندان د عملیاتو په ترڅ کې د زندان ساتونکی یو وسله وال وژل شوی او زندان هم د هوايي برید په ترڅ کې له منځه وړل شوی. چارواکي وايي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې د وسله والو له بند څخه خوشي شوي کسان ملکي وګړي دي چې وسله والو طالبانو له حکومت سره د همکارۍ او ځینونو نورو تورونو له امله زنداني کړي وو.




































