افغان حکومت وایي، د سولې لپاره د هر هغې هڅې ملاتړ کوي چې له دوی سره په همغږي ترسره کېږي. د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وایي، د سولې په بهیر کې ټول اړخونه او ښکېلې خواوې باید د حکومت د سولې طرحې په چوکاټ کې مخته لاړ شي او له یادې طرحې ملاتړ وکړي. هغه وایي، د سولې لپاره روانې هڅې هغه مهال عملي پایلې لرلی شي چې له افغان حکومت سره په همغږۍ ترسره شي او له طالبانو سره د مخامخ خبرو زمینه برابره شي. هغه زیاته کړه، د افغان حکومت له خوا چې د سولې لپاره کومه نقشه او طرحه جوړه شوې، په هغې کې د ټولو خواوو او ښکېلو اړخونو رول واضح شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې یو شمېر پخوانيو افغان چارواکو، د ملي شورا غړو او سیاستوالو په مسکو کې له طالب استازو سره دوه ورځې ناسته وکړه چې افغان حکومت پکې برخه نه لرله.




































