د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال، محمد یونس مومند د افغانستان لپاره د برېټانیې سفارت له چارسمبالي رابرټ ډېکسن سره کتلي دي. په دغه کتنه کې یونس مهمند ویلي، افغانستان امن دی او د فساد کچه راټیټه شوې او اوس یې له نړۍوالو دا غوښتنه ده، چې د کوکنارو د بدیل کښت لپاره له کروندګرو سره مرسته وکړي. هغه زیاته کړې، پاکستان ډیری وخت له افغانستان سره بندرونه تړلي وي، تازه میوې او نور خوراکي توکي خرابېږي، نو باید د ټول هېواد په کچه سړې خونې جوړې شي او په دغه برخه کې هم دوی د برېټانیا او نورو هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري. اخوا رابرټ ډېکسن هم د نړۍوالې ټولنې د غړي هېواد په توګه د برېټانیا له لوري په افغانستان کې د خصوصي سکټور پر ملاتړ ټينګار وکړ.