د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې په هیواد کې ورځ تر بلې د زړه ناروغانو شمېر مخ پر زياتېدو دی. د یاد وزارت ویاند پرون په یوه خپاره کړي ویډیويي کلیپ کې ویلي، چې په نړۍ او افغانستان کې د قلبي یا زړه پر ناروغۍ د اختهکېدونکو کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی. نوموړي د زړه ناروغۍ د زیاتېدو لامل د ورځني ژوند د لارو چارو بدلون بللی دی. د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي، د وړم کال په پرتله تېر کال د زړه د ناروغانو شمېر زیات شوی دی. د نوموړي په خبره په ۲۰۲۲ کال کې له دوی سره ۴۸۰۰۰ قلبي ناروغان ثبت شوي وو چې په خبره یې په ۲۰۲۳ کال کې بیا دغه شمېر ۵۵ زره ته لوړ شوی وو.