په دې وروستیو څو ورځو کې د هیواد په ۸ ولایتونو کې سېلابونو د ۱۳ تنو ژوند اخیستی او ۱۶تنه نور یې ټپيان کړي دي. له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي ادارې مسوولینو ویلي، چې په دغو سېلابونو کې څه باندې ۱۰۰ کورونه په بشپړ او نیمه بڼه ویجاړ شوي او څه باندې ۶۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه یې هم لاندې کړې ده. دغه سېلابونه په غزني، لغمان، ننګرهار، فراه، پکتیا، بادغیس، هرات او دایکندي ولایتونو کې راغلي دي. دغو سېلابونو پر ځاني تلفاتو سربېره، مالي زیانونه هم اړولي دي. بلخوا، په دغو پېښو کې، زیانمن شوي خلک له سرپرست حکومت څخه غواړي چې، ژر تر ژره خپلې مرستې ور ورسوي.