د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، په تېره يوه مياشت کې څه باندې ۲۳۰زره افغانان له ايرانه افغانستان ته راستانه شوي دي. دغې ادارې په یوه راپور کې ویلي چې، پهدې شمېر کې ۴۳ سلنه افغانان په زوره افغانستان ته اخراج شوي دي. د راپور لهمخې پهدې وروستیو کې په ایران کې پر افغان کډوالو فشارونه زیات شوي او وخت نا وخت د ټولنیزو شبکو په ویډیوګانو کې په ایران کې له افغانانو سره د ناوړه چلند شکایتونه خپرېږي. د ایران د امنیتي ځواکونو عمومي قوماندان احمد رضا رادان په وږي میاشت کې ویلي وو، چې د ۲۰۲۵م کال د مارچ تر پایه به دوه ميلیونه بېاسناده افغان پناه غوښتونکي له ایرانه وایستل شي.