د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال د وچې میوو له یو شمېر سوداګرو سره په کتنه کې ویلي، ګاونډي هیوادونه بايد د افغان سوداګرو پر وړاندې د ستونزو له جوړولو لاس واخلي او د دوه اړخيزه سوداګرۍ د ودې لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په لوګر کې د تازه میوو او سبزۍ د صادرونکو د ستونزو د څیړلو په موخه جوړه شوې غونډه کې د افغان صادراتي توکو پر وړاندې د پاکستان له لوري د بندرونو پر تړل کېدو په نیوکې سره وایي چې افغانستان د پاکستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د ټرانزیټي نښلون لاره ده او کولای شي د پاکستان د صادراتي توکو پر وړاندې هم بندرونه وتړي. نوموړی د خپلو څرګندونو په بله برخه کې د سرپرست حکومت له لوري د مالیې، زکات او عشر اخیستو ته په نغوتې سره وايي چې له دې لارې راټول شوي عواید د هېواد د پرمختګ او پراختیا لپاره په بیلابیلو برخو کې لګول شوي دي.