د بدخشان په یاوان ولسوالۍ کې د غره ښویېدو له امله څو استوګنیز کورونه ویجاړ شوي دي. د بدخشان د ياوان ولسوالۍ د يادنيل کلي اوسېدونکي وايي، لسګونه نور کورونه يې تر جدي ګواښ لاندې دي او سرپرست حکومت بايد د دغه کلي د اوسېدونکو وضعیت ته پام وکړي. د سيمې د اوسېدونکو په وینا، تېر کال هم په دغه سيمه کې غر ښويېدلى و. د بدخشان سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.