د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د باران، واورې او په سیندیزو حوزو کې د اوبو سطحې د لوړېدو خبرداری ورکړی. دغه وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د ناڅاپي بارانونو، ورښتونو او سېلونو ډېر احتمال د کابل او هلمند په سیندیزو حوزو کې اټکل شوی دی. په خبرپاڼه کې راغلي چې کاپیسا، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا او خوست هغه ولایتونه دي چې د سېلونو او سخت باران احتمال پهکې زیات دی. په وروستیو ورځو کې په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د سېلونو له کبله د څو تنو د مړینې او ټپي کېدو ترڅنګ ډېره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوه.