کابل ښاروالۍ د وزیر محمد اکبرخان سیمې د دیارلسم، څوارلسم او پنځلسم سړک د بیارغونې چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی. سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ښار د معیاري ودې او ښاریانو ته د ترانسپورټي اسانیتاوو رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ له لوري په ټولیزه توګه د ۱۱۶۰ مترو په اوږدوالي او له ۱۲ څخه تر ۱۳.۵ مترو په سور سره د نږدې ۳۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰ مې ناحیې اړوند د یادو سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې. د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې؛ دغه سړکونه د وخت په تېرېدو سره په بشپړه توګه ویجاړ شوي وو، چې په بیا رغونې سره به یې د یادو سیمو د اوسېدونکو ستونزې هوارې او په ترافیکي بهیر کې به مثبت بدلون رامنځته شي. دغه سړکونه د لښتیو او پلو لارو په ګډون له کانکریټ څخه جوړېږي، چې چارې به یې د ۶ میاشتو په موده کې بشپړې شي.