د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په روسیه کې د خپلو کتنو په لړ کې د چین، ایران، ازبکستان، پاکستان او هند له استازو سره په کتنه کې د دوه اړخیزو، سیاسي او اقتصادي اړیکو په تړاو خبرې کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، په دې کتنه کې، سرپرست وزیر په هېواد کې اوسنی امنیت د افغانستان او د سیمې هېوادونو په ګټه بللی دی. د دغه وزارت د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي چې، په دې کتنه کې ځانګړو استازو له افغانستان سره د تعاملاتو او هر اړخیزو همکاریو پر زیاتېدو ټینګار کړی دی. له دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د مسکو فارمت غونډه کې د افغانستان له سرپرست حکومت سره پر فعالانه تعامل ټينګار کړی و.