په لوګر کې د خوړو او کرنې نړیوالې ادارې په مالي ملاتړ ۱۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. د یاد ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالروف سعید وايي، چې د دغه ولایت په مرکز پل علم او محمد آغې، څرخ او برکي برک ولسوالیو کې د ۱۲ کوچنیو پرو په پلي کولو سره ۱۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. هغه زیاته کړه، چې په دې پروژو کې د کانالونو جوړول او د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت او تقویې په موخه د څه باندې ۶۱ زره متر مکعبه ترنچونو کېندل شامل دي. د دغو پروژو چارې به په راتلونکو درې میاشتو کې بشپړې شي.