د باميانو ولايت د کهمرد ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو ویلي، چې د تېرې شپې سېلابونو د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د دوى کرنيزې ځمکې او د استوګنې کورونه ويجاړ کړي دي. د کهمرد ولسوال سيف الله عمر هم د دغو سېلابونو له امله د دې ولسوالۍ د سلګونو جريبه کرنيزو ځمکو او يو شمېر سړکونو د ویجاړېدو پخلى کوي او وايي، چې د لخي، قاغور، رويسنګ، پايان باغ او لرموش کلي يې د سېلابونو شاهدان دي. د کهمرد ولسوال وايي، په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.