کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ښار اړوند د اتمې ناحیې په مربوطاتو کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي. د مالوماتو له مخې دغه فرعي سړک د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د ۸مې ناحیې په ۴۹ ګذر کې د ۸۳۵ مترو په اوږدوالي او د ۵.۵ مترو په سور سره جوړېږي. د سرچینې د مالوماتو له مخې؛ په دې پروژه کې د لښتیو، کوچنیو پلونو او د سړک په اوږدو کې د استنادي دېوال جوړول هم شامل دي، چې چارې به یې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې او ورسره جوخت به د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته ستونزې هوارې شي.