د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د ١٧مې ناحيې اړوند د اتلسم ګذر په وحدت ښارګوټي کې د دوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې پيل شوې دي. د مالوماتو له مخې دغه فرعي سړکونه ٦٨٨متره اوږدوالی او له ٤ څخه تر ٦ مترو پورې سور لري، چې د جوړېدو چارې به یې د ۳ میاشتو په موده کې بشپړې شي. په دې پروژه کې د سړک غاړې لښتیو جوړول هم شامل دي. د یادولو وړ ده چې په یاده پروژه کې یو شمېر هېواد والو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.