د سمنګان ولایت ځايي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې پر ۱۳ زره بزګرانو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره وېشل شوې ده. د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسوولینو په خبره، په دې مرسته کې له هر بزګر سره یوه بوجۍ اصلاح شوی د غنمو تخم، یوه بوجۍ توره او یوه بوجۍ سپینه کیمیاوي سره مرسته شوې، چې ټولیز ارزښت یې څه باندې لس زره افغانۍ کېږي. بلخوا هغه بزګران، چې اصلاح شوي تخمونه یې ترلاسه کړي خوښ دي؛ خو د طبيعي افتونو د مخنيوي لپاره د لازياتو همکاريو غوښتنه کوي. سمنګان د هیواد یو له هغه ولایتونو څخه دی، چې زیاته برخه وګړي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له همدې امله په دغه برخه کې د حکومت ملاتړ ته اړتیا لري.