د خوست ولایت ځایي سرچینو ویلي، چې د دغه ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله ۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د مالوماتو له مخې دغه ترافیکي پېښه پرون د خوست – کابل پر لویه لاره د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند په نوي کوټ سیمه کې د مارېکس، سراچه او ويټز موټرو د ټکر له امله را منځته شوې، چې درې تنه پکې مړه او یو تن ټپي شوی دی. د یاد ولایت ځایي چارواکو د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي او ګړندی تګ ښوودلی دی. دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په ټول هیواد کې ترافیکي پېښې پام وړ زیاتې شوې دي.