د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، په هېواد کې د کوکنارو پر کرکېلې له بندیز وروسته پر کروندګرو نږدې ۱۰۰ زره ټُنه اصلاح شوي تخمونه او همداراز ۲۰۰ زره ټُنه کیمیايي سره وېشل شوي دي. د دغه وزارت ویاند زیاتوي، دغه اصلاح شوي تخمونه او کیمیايي سره د کورنیو او بهرنیو مرستندویه بنسټونو په همکارۍ له کروندګرو د ملاتړ په موخه وېشل شوي دي. په همدې حال کې بیا هغه کروندګر، چې پخوا یې د نشهيي توکو کښت کوو، د بدیل کښت غوښتنه کوو. تر دې وړاندې د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال له نشه يي توکو سره دمبارزې د عالي کمیسیون په لومړۍ غونډه کې ویلي وو چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.