ایراني چارواکو ویلي، په تېرو شپږو میاشتو کې له دغه هېواده څه باندې ۲۷۰ زره ناقانونه افغان کډوال اېستل شوي دي. د ایران د کډوالو چارو یوه چارواکي زیاته کړې، هېڅ قانوني او یا هم ناقونه افغان کډوال د دغه هېواد په ځینو ښارونو کې د اوسېدو او کار کولو اجازه نه لري. د ایران د خراسان رضوي د بهرنیو وګړو عمومي رییس وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې له ۲۷۰ زره ډېر غیر قانوني افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي. حسین شرافتي راد له یو شمېر ایراني رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې هېڅ یو قانوني یا غیر قانوني افغان کډوال د ایران په یو ځينو ښارونو کې د اوسېدو او کار کولو حق نه لري. بل لورته په ایران کې افغان کډوال وايي، له ګڼو ستونزو سره مخ دي، چې ډېر یې په اجباري ډول له ایران اېستل کېږي او له نورو یې د کار حقونه اخیستل شوي.