د افغانستان برېښنا شرکت د تېر حکومت له ځینو چارواکو د برېښنا له اړخه د ۱۹۵ میلیونه افغانیو پور له راټولولو خبر ورکوي. د دغه شرکت ویاند زیاتوي، د برېښنا د پورونو د راټولولو بهیر همداراز دوام لري. په همدې حال کې د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د تېر حکومت له چارواکو د برېښنا پورونو اخیستو ته خوښ دي؛ خو غوښتنه کوي چې دا پیسې باید د برېښنا په برخه کې پر پانګونې ولګول شي. دوی د برېښنا له شرکت هم غوښتنه کوي، چې د هېوادوالو اقتصادي ستونزو ته په کتو د برېښنا بیه کمه کړي. د اقتصادي چارو شنونکي هم ټینګار کوي، چې برېښنا شرکت باید په هېواد کې د برېښنا تولید لپاره په مختلفو برخو کې پانګونه وکړي.