د پروان ولایت چاریکارو ښار په درېیمه او څلورمه ناحیه کې د سړک کانکرېټ کولو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د ښاروالۍ مسوولین وایي، دغه سړکونه چې ۲ کیلومتره اوږدوالی لري، د ښاروالۍ له پراختیايي بودیجې څخه د ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي. د مسوولینو په خبره د یادو سړکونو د کانکرېټ کولو چارې به د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شي. ورته مهال د یاد ولایت اوسېدونکو د یادې پروژې د پیل له چارو خوښي ښودلې او په راتلوونکي کې یې په دغه ولایت کې د ورته نورو رغنیزو پروژو د پلې کېدو غوښتنه کړې ده.