د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما رییسې روزا اوتونبایوا د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره کتلي دي. د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، په دې کتنه کې روزا اوتونبایوا د یوناما نوې سیاسي مرستیاله جوډیټ ګالیون سرپرست وزیر ته معرفي کړې ده. د خبرپاڼې پر بنسټ، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هیله څرګنده کړې چې، د مېرمن ګالیون له راتګ سره د افغانستان او ملګرو ملتونو سازمان ترمنځ سیاسي اړیکې لا پياوړې شي.