په کونړ ولایت کې د طبیعي پېښو پر زیانمنو شویو ۳۰۰ کورنیو باندې د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې. سیمه ییز مسوولین وايي، د څه باندې یو میلیون افغانیو په ارزښت دغو مرستو کې درې قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل دي. کونړ کې د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي د سرپرست حکومت له مسوولینو او مرستندویه ادارو د لا زیاتو مرستو غوښتنه کوي. د یادونې وړ ده چې شاوخوا یوه اونۍ وړاندې دغه ولایت کې د سېلابونو له امله یوه تن خپل ژوند بایللی او شپږ تنه نور ټپيان شوي وو، او دغه راز یې خلکو ته پراخ مالي زیانونه هم اړولي وو.