د باميانو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رياستمسوولینو خبر ورکړی، چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۱۷۰ زره سیلانیانو د بامیان له تاریخي او طبیعي سیمو څخه لیدنه کړې ده. مسوولینو ویلي، چې په دغو سيلانيانو کې شاوخوا زر تنه بهرني سيلانيان هم شامل دي. په دغه ولایت کې لخشم کلا یو له هغو تاریخي اثارو څخه ده چې د بامیان ختیځ په ۴۸ کیلومترۍ کې د دغه ولایت د شیبر ولسوالۍ په بلوله کلي کې موقعیت لري. د باميانو د لرغوني تمدن دغه سمبول په وروستيو کلونو کې دې سيمې ته د سيلانيانو په جلبولو کې مهم رول لوبولی دی.