پنجشېر کې د سیند پر غاړو د استنادي دېوالونو د جوړېدو پروژه پيل شوه. د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، دا څلور پروژې د پنجشیر ولایت په څو ولسوالیو کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي. د دې وزارت سرپرست وزیر عبدالطیف منصور د دې پروژو د پرانېستو په مراسمو کې ویلي، چې دغه وزارت په پام کې لري په راتلونکي کې هم په دې ولایت کې لا زیاتې پروژې پلي کړي. په عین حال کې مسوولینو ویلي، چې د دغو پروژو د پلي کولو پر مهال به زرګونو کسانو ته د کار د زمینې د برابرېدو ترڅنګ په راتلونکې کې ۲ زره کورنۍ د سېلاب له زیان خوندي شي. د یادونې ده، چې دغه پروژې د پنجشیر ولایت په عنابې، شتل، رخې او درې ولسوالیو کې د سړک، استوګنیزو کورونو او کرنیزو ځمکو د ویجاړېدو د مخنیوي په موخه پلي کېږي.