د نغلو لمریزې برېښنا پروژه، چې د ۱۰ مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري، چارې یې نږدې بشپړې شوي او ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، دا پروژه د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د وزارت تر څارنې لاندې د یوې خصوصی کمپنۍ په پانګونې پلې شوې ده. دغه وزارت ویلي، چې دا د سرپرست حکومت د واکمنۍ پرمهال د لمریزې برېښنا لومړنۍ پروژه وه چې د ۱۰ مېګاواټه برېښنا ظرفیت لري. د یادونې وړ ده، چې له دغې لمریزې برېښنا څخه به د کابل او ننګرهار ولایتونو ۱۰ زره کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شي.