د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د روان هجري- لمریز کال په شپږو لومړیو میاشتو کې د نږدې ۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت اېنجه او زعفران نورو هېوادونو ته صادر شوي دي. د دغه وزارت ویاند زیاتوي، ډېری اېنجې او زعفران پاکستان، هند، چین، متحده عربي اماراتو، ازبېکستان او امریکا ته صادر شوي دي. په ورته مهال د کرنې او مالدارۍ وزارت په سیمه کې د انجې او زعفران اهمیت ته په پام وایي چې د صادراتو د زیاتوالي لپاره یې اړتیا ده کروندګرو او صادرونکو ته په اړونده برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شي. دا په داسې حال کې ده چې په روان هجري لمریز کال کې د افغانستان زعفراڼ په بلجیم کې د ذایقې نړیوالې موسسې له لوري په یوه نړیواله سیالۍ کې د نهم ځل لپاره د نړۍ د کیفیت لرونکو زعفراڼو په توګه وپیژندل شول.