له دوه میاشتني ځنډ وروسته د تورخم- پېښور لویه لاره د سوداګرو پر مخ پرانېستل شوه. د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال وايي، د ډيورند فرضي کرښې په ها غاړه کې د دوو قومونو تر منځ د منازعې له امله د تورخم- پېښور لویه لاره د لویو باروړونکو موټرو پر مخ تړل شوې وه؛ خو نورو موټرو بیا په سختو لارو تګ راتګ کولی شوای. د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي چې په دې موده کې یې د تورخم بندر د بیا پرانیستلو په موخه په ځلونو د دواړو هېوادونو او دغې خونې چارواکو هڅې کړې دي. د یادې خونې د اجرایوي رییس په وینا له دوه میاشتو د زیاتې مودې لپاره د تورخم بندر تړل کېدو دواړه لوري زیانمن کړي دي. بل لور ته یو شمېر سوداګر وایي، د پاکستان له لوري پر صادراتي توکو د تعرفې لوړوالی هغه ستونزه ده چې لا هم نه ده حل شوې.