د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر په کابل کې له یو شمېر ترکي علماوو او پانګهوالو سره کتلي. د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې ترکي پانګهوالو په دې کتنه کې ویلي، افغانستان کې د اوبو او انرژۍ په برخه کې پانګونې ته چمتو دي. د یاد وزارت په وینا؛ عبدالطیف منصور په دې کتنه کې له هغوی غوښتي، چې کابل ته د پنجشېر اوبو د لېږد او د للندر شاتوت بند پر پروژو پانګونه وکړي.