د ترکیې د کارس ښار پولیسو د جعلي پاسپورټ او اقامت کارټونو د کارونې په تور د اوو افغانانو د نیولو خبر ورکړی. ترکي چارواکو ویلي، چې دغه کډوال له ترکیې د اېستلو په موخه د توقیف مرکزونو ته لېږل شوي دي. د نیول شویو افغان کډوالو د هویت په اړه بیا جزیات نه دي ورکړل شوي. د راپورونو لهمخې، یاد شمېر کسان د ترکیې په کارس ښار کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې تر پېژندلو وروسته نیول شوي دي. ترکي پولیس وایي، چې یاد کډوال په غیر قانوني توګه دې هېواد ته راغلي و او په رسمي اسنادو کې د جعل له امله قانوني برخورد سره مخامخ دي. د دغه هېواد چارواکو ټینګار کړی، چې امنیتي ځواکونه به په سرحدي سیمو کې د ناقانونه کډوالو د راتګ د مخنیوي په موخه خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.