د لغمان ولایت ځایي امنیتي مسوولینو خبر ورکړی، چې پرون ماښام ۷ بجې د کابل ـ جلال آباد پر لویه لار د لغمان د قرغیو ولسوالۍ سرکونډۍ بابا سیمه کې د یوه بکسه ډوله موټر د چپه کېدو له امله ۱۵کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند ویلي، چې په دغه پېښه کې موټر چلوونکی مړ او ۱۴ نور ټپیان شوي، چې ټپیان د درملنې په موخه د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي. د مسوولینو په خبره د ځينو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.