د ازبکستان د دیني علماوو یو پلاوی کابل ته راغلی. د حج، ارشاد او اوقافو وزارت وایي چې، دغه پلاوی د ازبکستان د مسلمانانو د ادارې رییس مفتي نورالدین خالق نظر، په مشرۍ د دغه وزارت د سرپرست نور محمد ثاقب په بلنه کابل ته راغلی دی. دغه پلاوي به د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو پر پیاوړتیا، دیني مسایلو، اسلامي زده کړو او د دواړو هېوادونو د علماوو ترمنځ د اړیکو پر ښهوالي د سرپرست حکومت له چارواکو سره خبرې وکړي. د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لیکلي چې دغه پلاوی به دغه راز د افغانستان له تاریخي، مقدسو او مشهورو ځایونو هم لیدنه ترسره کړي.