د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي چې دغه ولایت کې ۳۰۰ کلن، ۱۳ قلمه تاریخي اثار ترلاسه شوي دي. د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس عبدالنور رسولي وایي چې د دې ولایت په علیشنګ ولسوالي میاصاحب دېرې زیارت کې ۱۳ قلمه تاریخي اثار ترلاسه او د دې ولایت موزیم ته لېږدول شوي دي. د نوموړي په وینا، د دې اثارو لرغونتوب له ۳۰۰ څخه تر ۳۵۰ کلونو پورې رسېږي. د اطلاعاتو فرهنګ ریاست د تاریخي ابداتو د ساتنې عمومي مدیر محمدنادر مخور وایي، په دغه تاریخي اثارو کې چې د میا عبدالکریم په زیارت کې موجود وو، یوکټ، صندوق، نیزه، اونګه، قندانيګانې، مېز، چراغپایه، د اوبو منګی، چمچۍ او نور وسایل شامل دي.