افغانستان کې د چين سفير جاو شينګ د سرپرست حکومت له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې پلان لري چې د تاجکستان له لارې له افغانستان سره نوی اقتصادي دهلېز پرانیزي او د دې لپاره به د تاجکستان، چین او افغانستان درې اړخیزه غونډه هم جوړه کړي. جاو شینګ زیاته کړې؛ چین په نړیوالو کنفرانسونو کې د افغانستان د پرمختګ او له افغانانو سره د مرستې غږ پورته کړی او له نړیوالو یې عن غوښتي چې افغانستان کې پروژې پلې کړي. دغه راز نوموړي ویلي، هېواد یې غواړي، چې د واخان دهلېز د فعالولو سربېره بېلابېلو برخو کې افغانستان کې پانګونه وکړي. په دې لیدنه کې سیاسي مرستیال ویلي، چې د چین لخوا د افغانستان په صادارتو د مالیې معافولو به د افغان سوداګرو پر چارو او د افغانستان پر اقتصاد مثبت اغېز وکړي او له نور هېوادونو یې هم د ورته اقدام غوښتنه کړې ده. سیاسي مرستیال دې لیدنه کې د واخان لاره د دواړو هیوادونو په اړیکو کې غوره بدلون یاد کړی دی.