د هرات په دولتي روغتون کې په لومړي ځل د مغزي تومور خلاص عملیات په بریالي ډول ترسره شوي دي. د یاد روغتون د مغزي تومور د عملیاتو متخصص ډاکټر برکت الله محمدي ویلي چې دغه عملیاتو ۵ ساعته دوام کړی او په بریالي ډول ترسره شوي دي. هغه زیاته کړې چې ناروغ کس له یوې میاشتې را په دېخوا په کوما حالت کې وه چې د یاد روغتون د متخصصو ډاکټرانو له لوري یې ناروغي تشخیص او بریالي عملیات یې ترسره شول او اوس مهال یې روغتايي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی. ورته مهال د یاد روغتون ډاکټرانو ویلي چې یادو عملیاتو وښودله چې دغه روغتون د پېچلو جراحي عملیاتو وړتیا لري او په دې برخه کې یې پرمختګ کړی دی.