د غزني ولایت په حوزوي روغتون کې د پښتورګو د درملنې (هیموډیالیز) مرکز د درېیو پرمختللیو ماشینونو په نصبولو سره فعال او د عامې روغتیا وزارت د سرپرست له لوري پرانیستل شو. د یاد مرکز د پرانیستلو پر مهال د غزني سرپرست والي ویلي چې دغه روغتون د لږو امکاناتو په درلودولو سره د غزني ولایت د اوسېدونکو سربېره د ګاونډیو ولایتونو د ناروغانو درملنه په کې هم کېږي. نوموړي زیاته کړې چې د یاد روغتون ودانۍ نیمه کاره پاتې ده او د روغتیا وزارت له مسوولینو یې وغوښتل چې په لومړۍ ګام کې د یاد روغتون ودانۍ و رغوي او وروسته د درملنې نورې برخې فعالې کړي. ورته مهال د عامې روغتیا وزارت د هیمو دیالیز آمریت مسوول محمد قاسم صاحبي ویلي چې اوس مهال د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د هیمودیالیز مرکزونه فعال دي او په کې د ناروغانو وړیا درملنه کېږي.