د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې په هېواد کې د متوازنې پراختیا او اوبو مدیریت د پنځه کلن عملیاتي پلان په ترڅ کې یې د تېر حکومت د نیمګړو پروژو پاتې چارې بشپړې کړې دي. د دغه وزارت ویاند وايي، چې د پاشدان بند ۹۵ سلنه چارې بشپړې شوي دي او زیاتوي، چې د کجکي دویم فاز چارې هم په ښه ډول سره روانې دي. د یادونې وړ ده، چې اوسمهال په هېواد کې د کوچنیو چکډېمونو پر جوړولو سربېره د قوش تېپې پر لویې پروژې کار روان دی، چې په بشپړېدو سره به یې افغانستان د کرنې په برخه کې پر ځان بسیا شي.