د اکشن اېډ په نوم موسسه په کابل، غور او بامیان کې شاوخوا ۲۵۰۰ زیانمنو کورنیو سره نغدي مرستې کوي. د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې پرون پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې، په کابل کې یې له دغې ادارې سره پهدې باب د یو ميلیون ډالرو په ارزښت دوه تړونونه لاسلیک کړي دي. وړاندې راغلي، چې اکشن اېډ به د کابل ولایت په دهسبز او بګرامیو ولسوالیو کې له ۱۰۰۰ کورنیو او د بامیان او غور په مرکزونو کې له ۱۵۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته وکړي. دغه اداره وايي، چې په کابل کې هرې یوې کورنۍ ته ۴۶۸ ډالره او په بامیان او غور کې هرې یوې کورنۍ ته له ۲۰۰ تر ۳۳۱ ډالره پورې نغدي مرسته ورکوي.