د غزې د سولې سرمشريزه د اکتوبر په ديارلسمې نېټې د مصر په شرم الشيخ ښار کې په يو لړ پرمختګونو سره پای ته ورسېده. خو د غزې وضعيت او بشري بحران ډېر سخت دي، نو یاده سرمشريزه بايد له روان لنډمهالي اوربند څخه په استفادې په غزې کې روانې ستونزې له بېخه هوارې کړي.
که د سرمشريزې ګډونوال تر اوربند وروسته د شخړو د سیاسي او دايمي حل لپاره اقدامات ونه کړي، نو دا به د تلپاتې سولې د پيل پر ځای د تېرو کړنو تکرار وي.
په دغې سرمشريزې کې، چې ټاکلې موخه يې له سوله ييز تړون څخه د تضمين کوونکو هېوادونو د ملاتړ پیاوړي کول وو، د څه باندې شلو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو مشرانو ګډون کړی و.
د مصر، امريکا، قطر او ترکيې د مشرانو په شمول د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونيو ګوټرېش، د برېتانيې صدراعظم ستارمر، د ايټاليي صدراعظمې ميلوني، د هاسپانيې لومړی وزير سانچيز او د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون هم برخه اخيستې وه. ایران ته هم په دغې سرمشریزې کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو هغه هېواد پکې برخه نه وه اخيستې او لامل يې دا ښودل شوی، چې تهران نه غواړي، له داسې چا سره پر يو مېز کېني، چې پر ايرانيانو يې بريدونه کړي، ګواښلي يې دي او هم يې ورباندې بنديزونه لګولي دي.
په دغې سرمشريزې کې د فلسطين او اسرائيل استازو هم ګډون نه و کړی، چې دا ښايي د يادې سرمشريزې د پرېکړه ليکونو پر وړاندې چېلنجونه هم راپورته کړي.
د مصر، امریکا، قطر او ترکيې مشرانو د غزې د اوربند تړون لاسليک کړ او د غزې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د ټرمپ د شل فقره ييز پلان د لومړي پړاو تطبیق ته يې تضمين برابر کړ.
حماس او اسرائيل هم د دغه تړون په اړه مثبت غبرګون ښودلی او د پلي کېدو يې ویلي دي.
خو دغه پلان د پام وړ نيمګړتياوې لري، ځکه اړوندې خواوې یې د عدالت او عملياتي امکان د نشتوالي له کبله د نظريو ډېر توپيرونه لري، نو ښايي په ټوله مانا پلی نه شي او نه به هم په بنستيز ډول د غزې بحران حل کړي. ځکه ټرمپ هم اعلان کړی چې د غزې د اوربند په اړه یې د دوهم پړاو مذاکرات پيل کړي دي. خو خلک ورته ډېر خوشبين نه ښکاري، ځکه د ټرمپ پلان د فلسطينيانو له خوا د فلسطين د ادارې اصولو سره په ټکر کې دی او د فلسطين خپلواکۍ ته پکې بشپړ درناوی نه دی شوی. تر دې وړاندې حماس د غزې تړانګې د نيولو لپاره بهرنی څارونکي واک رد کړی و او په ټينګار يې ویلي وو، چې د غزې اداره د فلسطين کورنۍ چارې دي. خو د ټرمپ په شل فقره ييز پلان کې راغلي، چې د غزې د ادارې لپاره به د نړيوالو کارپوهانو په ګډون لنډمهاله اداري کمېټه جوړه شي او د ده په مشرۍ د سولې شورا به یې چارې څاري.
د پاملرنې وړ خبره دا ده، چې د ټرمپ پلان کې ((د دوو هېوادونو لايحه)) نه ده شامله شوې، چې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د سولې بنسټیزه لار بلل کېږي. که څه هم د دې پلان له مخې د بنديانو خوشي کول، له غزې څخه د اسرائيلي ځواکونو وتل او له دې سيمې سره بشري مرستې مثبت ګامونه دي، خو د شخړو هغه ستونزې يې پر ځای پاتې دي، چې له څو لسيزو راهيسې د دواړو خواوو ترمنځ روانې دي.
د منځني ختيځ د مسئلو کليدي برخه د فلسطين ـ اسرائيل مسئله ده او د دې مسئلې د حل و فصل يوازينۍ لار د ملګرو ملتونو د ۱۹۶۷م کال (( د دوو هېوادونو لايحه)) ده، چې له مخې یې باید د ټاکلې سرحدي کرښې پر بنسټ يو خپلواک فلسطين جوړ شي او پلازمېنه يې باید ختيځ بيت المقدس وي.
په غزې کې بشري ناورين د ۲۱مې پېړۍ انسانانو ته يو لوی شرم دی او د نړۍ ویده انساني اخلاق باید راويښ شي. نړيواله ټولنه باید د تلپاتې سولې د رامنځته کولو لپاره ګډې هڅې وکړي، څو اوسنی بشري بحران حل او د سيمې ثبات اعاده شي.
د مصر ولسمشرۍ ماڼۍ په خپلې اعلاميې کې هيله ښودلې، چې د دې سرمشريزې په ترسره کېدو سره دې د سيمې د امنيت او ثبات لپاره نوی پړاو پيل شي، ټول دې د روښانه راتلونکې لپاره ټينګې ارادې وښيي او د تلپاتې سولې لپاره دې زمينه برابره کړي.




































