نن نړۍ د تاریخ له تر ټولو حساسو او برخلیک ټاکونکو پړاوونو څخه تېرېږي. هغه نړیوال نظم چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د امریکا تر مشرتابه لاندې رامنځته شوی و، عملاً خپل مشروعیت، اخلاقي بنسټ او عملي اغېز له لاسه ورکړی دی. امریکا نور نه یوازې دا چې د نړۍ د مشرتابه توان نه لري، بلکې په ډېرو مواردو کې د بېثباتۍ، شخړو، اقتصادي بحرانونو او سیاسي ګډوډیو اصلي سرچینه ګرځېدلې ده. د ځواک هغه انحصاري تصور چې واشنګټن پرې ټینګار درلود، مات شوی او نړۍ په څرګند ډول د څو قطبي نظام پر لور روانه ده.
د تېرو لسیزو تجربو په ښکاره ډول ثابته کړې چې امریکا هېڅکله د ملتونو د خیر، ثبات او هوساینې لپاره نه ده ولاړه. له منځني ختیځ نیولې، تر افریقا، لاتینې امریکا او مرکزي اسیا پورې، هر ځای چې امریکا د مرستې، ډیموکراسۍ، امنیت او پرمختګ شعار پورته کړی، هلته یې جګړې، ویجاړۍ، قومي شخړې، اقتصادي سقوط او اوږدمهاله بېثباتي پرېښې ده. افغانستان، عراق، لیبیا او ګڼ نور هېوادونه د دې تریخ حقیقت ژوندي شاهدان دي. دا نور یو تحلیل نه، بلکې یو ثابت شوی واقعیت دی.
په داسې شرایطو کې د نړۍ ملتونه او حکومتونه نور نشي کولای چې د امریکا په تمه پاتې شي، یا خپل ملي برخلیک د پردیو له تصمیمونو سره وتړي. هغه دولتونه چې لا هم فکر کوي د واشنګټن سیاسي ملاتړ، پوځي شتون یا اقتصادي ژمنې به یې هېواد ته ثبات او پرمختګ راوړي، د تاریخ له لوستلو بېبرخې دي. امریکا د بل هېواد د سوکالۍ په بدل کې تل خپلې ستراتیژیکې، اقتصادي او امنیتي ګټې تعقیب کړې دي، او هر وخت چې دا ګټې له منځه تللې، متحدین یې یوازې پرې ایښي دي.
تر ټولو خطرناک اړخ دا دی چې ځینې حکومتونه د پردیو په تمه خپل ولسونه ځپي، د داخلي اصلاحاتو پر ځای بهرني ملاتړ ته تکیه کوي، او د ملت مشروع غوښتنې د «نړیوالو فشارونو» او «ستراتیژیکو اړتیاوو» تر نامه لاندې قرباني کوي. دا ډول سیاست نه یوازې دا چې دولتونه کمزوري کوي، بلکې د ولس او نظام ترمنځ واټن ژوروي او هېوادونه د داخلي انفجار پر لور بیايي. تاریخ ښيي چې هېڅ بهرنی ځواک نشي کولای هغه نظام وساتي چې خپل ولس ورڅخه زړه توری وي.
له بلې خوا، ملتونه هم ستر مسؤلیت لري. ولسونه باید پوه شي چې د پردیو په لمسون خپل هېواد ورانول، د کورنیو شخړو لمبه بلول، او د بهرنیو اجنډاوو لپاره قرباني کېدل، هېڅکله د ازادۍ، عدالت او پرمختګ لامل نه ګرځي. هغه ملتونه چې د احساساتو، شعارونو او بهرنیو ژمنو ښکار شوي، کلونه کلونه یې د جګړو، مهاجرتونو او فقر بیه پرې کړې ده. هوښیار ملتونه خپل اختلافات د کور دننه حل کوي، خپلې ملي ګټې پېژني او د پردیو د لوبو وسیله نه ګرځي.
نن د نړۍ بریالي هېوادونه هغه دي چې پر ځان یې باور کړی، پر خپلو انساني او طبیعي منابعو یې پانګونه کړې، او د بهرني سیاست بنسټ یې پر توازن، حکمت او ملي ګټو اېښی دی. دوی نه د امریکا دښمنان دي او نه یې ړانده پلویان، بلکې خپلواکه پرېکړه لري او له هر ځواک سره د برابر احترام او متقابلو ګټو پر اساس اړیکې تنظیموي. دا هغه درس دی چې باید ټول هېوادونه، په ځانګړي ډول جګړهځپلي او وروسته پاتې ملتونه، ترې زده کړي.
امریکا باید نور په رښتینې بڼه وپېژندل شي؛ دا هېواد د بل ثبات نه غواړي، ځکه د بحرانونو په دوام کې یې سیاسي نفوذ، پوځي حضور او اقتصادي بازارونه خوندي پاتې کېږي. د وسلو صنعت، بندیزونه، پورونه او د سیاسي فشارونو شبکه د امریکا د نړیوال سیاست اصلي ستنې دي. هر هغه هېواد چې غواړي خپلواکه وده وکړي، بالاخره د همدې شبکې هدف ګرځي. نو د سادهګۍ او خوشباورۍ دوره باید پای ته ورسېږي.
دا د تاریخ د بیدارۍ شیبې دي. هغه حکومتونه او ملتونه چې په دې حساسو شرایطو کې له حکمت، درایت او اوږدمهاله لید څخه کار اخلي، کولی شي خپل هېوادونه د هوساینې، ثبات او خودکفایۍ پر لور بوځي. خو هغه څوک چې لا هم د پردیو په دروازه کې ناست وي، د بل له رحم او قهر سره خپل برخلیک تړي، او د ملت اراده کمزورې کوي، د تاریخ له قافلې وروسته پاتې کېږي.
نن د نړۍ پیغام روښانه دی: نجات له بهر نه راځي. ثبات له واشنګټنه نه صادرېږي. پرمختګ د ملتونو له ارادې، یووالي، هوښیار سیاست او پر ځان له باور څخه زېږي. دا حقیقت که نن درک نه شي، سبا به یې بیه څو برابره درنه وي.




































