په امریکا کې د جیفري ایپستین تازه راڅرګنده شوې رسوایي یوازې د یوه بدنام شخص دوسیه نه ده؛ دا د هغه نړیوال اخلاقي سیستم د رښتینولۍ ازموینه ده چې کلونه کلونه یې ځان د بشري حقونو، د ښځو د ژغورنې او د ماشومانو د ساتنې یوازینی مدافع باله. نن چې د دې تورې کیسې پرده پورته شوې، نړۍ ته دا پوښتنه په زغرده ولاړه ده: ایا هغه څوک چې موږ ته د اخلاقو درس راکاوه، خپله هم د هماغو اخلاقو پابند وو؟
کلونه وشول چې د همدې شعارونو تر نوم لاندې پر غریبو هېوادونو بندیزونه ولګېدل، حکومتونه تر فشار لاندې راوستل شول، ولسونه تحقیر شول او سیاستونه د «اخلاقي مسوولیت» په نوم توجیه شول. خو نن څرګندېږي چې د همدغو لوړو شعارونو تر شا څومره ټیټ، ککړ او شرموونکی واقعیت پټ و. دا رسوایي ښيي چې د اخلاقو تر ټولو لوړ غږ ډېر ځله د فساد تر ټولو ژوره څاه وي. هغه نظام چې ځان د نړۍ وجدان بولي، څنګه وتوانېد چې داسې کړنې کلونه کلونه پټې وساتي؟
تر ټولو دردناکه برخه دا ده چې ګڼ هغه بنسټونه او رسنۍ چې پرون یې د ښځو او ماشومانو د حقونو تر ټولو لوړ بیرغونه پورته کړي وو، نن یا چوپ دي او یا دا قضیه د «یوه فرد تېروتنه» ګڼي. دا چوپتیا خپله جرم دی. ځکه چې کله رسنۍ چوپې شي، حقیقت یوازې پرېښودل کېږي؛ او کله بنسټونه چوپ شي، عدالت بېاوازه مري. دا یوازې د ایپستین موضوع نه ده، بلکې د هغې شبکې خبره ده چې داسې انسانان یې ساتلي، ورباندې یې سترګې پټې کړي او د قدرت تر سیوري لاندې یې له حساب ورکولو ژغورلي دي.
دا رسوایي یو ځل بیا د نړۍ دوهګونی معیار بربنډوي. پر کمزورو ملتونو د «اخلاقي اصلاح» په نوم فشار راوړل کېږي، خو په پیاوړو هېوادونو کې ستر جرمونه د اړیکو، پیسو او نفوذ تر سیوري لاندې هېرېږي. دا عدالت نه دی؛ دا د زور قانون دی. که بشري حقونه رښتیا نړیوال ارزښت وي، نو باید پر ټولو یو ډول تطبیق شي، نه دا چې د کمزورو لپاره تیره توره او د زورورو لپاره سپینه معنا ولري.
که نن د دغو ککړو څېرو د قانون منګولو ته د سپارلو توان نشته، لږ تر لږه د نړۍ ملتونه باید هغوی ښه وپېژني. نور باید د ښکلو ویناوو، کنفرانسونو او اعلامیو په جادو ونه غولېږي. باید وپوهيږي چې ریښتینی اخلاق په شعارونو نه، بلکې په عمل کې ثابتېږي. هغه څوک چې د ښځو او ماشومانو د ساتنې خبرې کوي خو خپله یې قرباني کوي، نه یوازې مجرم دی، بلکې د انسانیت تر ټولو سپېڅلي ارزښتونه تر پښو لاندې کوي.
نن دا رسوایي باید د بیدارۍ زنګ وي. باید ملتونه وهڅوي چې د دروغو له نقابونو تېر شي او د حقیقت مخ ته وګوري. پوښتنه دا نه ده چې یو کس څه وکړل؛ اصلي پوښتنه دا ده چې ولې یو سیستم وتوانېد دا هر څه پټ وساتي؟ تر هغه چې دې پوښتنې ته رښتینی ځواب ورنهکړل شي، د بشري حقونو ډېر شعارونه به یوازې تشې نارې وي او د اخلاقو ادعاوې به د تاریخ په محکمه کې د شرم سند پاتې شي.
د ایپستین رسوایي باید یوازې د یوې ورځې خبر نه وي، بلکې د یوې اوږدې محاسبې پیل وي. که حساب ورکول رښتیا وي، عدالت به معنا ولري؛ او که نه، نو دا نړۍ به بیا هم د ښکلو الفاظو تر شا د بدرنګ حقیقت شاهده پاتې شي. نن د نړۍ ولسونو ته په کار ده چې دا نقابونه لوېدلي وګوري، دا څېرې په ښه توګه وپېژني او پوه شي چې ریښتینی عدالت د زور له خولې نه، بلکې د حق له دروازې راځي.




































