افغانستان او پاکستان له لسیزو راهیسې د سوداګرۍ او ترانزیټ له لارې سره تړلي پاتې شوي دي، خو وروستیو کلونو وښوده چې دا تړاو تر ډېره د افغانستان په زیان او د پاکستان په ګټه تمامېده. کله چې پاکستان د سیاسي فشار، امنیتي پلمو او موسمي پریکړو له مخې سوداګریزې لارې وتړلې، په اسلاماباد کې دا انګېرنه وه چې افغانستان به سخت اقتصادي زیان وويني، بازارونه به یې فلج شيؤافغانۍ به بې ارزښته شي او حکومت به اړ شي چې د هر شرط منلو ته غاړه کېږدي. خو د وخت تېرېدو وښوده چې دا محاسبه ناسمه وه. افغانستان ته پام وړ اقتصادي زیان ونه رسېد، خو پاکستان پخپله په میلیاردونو ډالرو تاواني شو.
د لارو بندښت افغانستان ته یو مهم اقتصادي عبرت و. دا تجربه هم ثابته شوه چې پر یوه ګاونډي هېواد بشپړ تکیه، په ځانګړي ډول هغه هېواد ته چې سوداګري د فشار د وسیلې په توګه کاروي، یوه ستره تېروتنه ده. همدغه بندښت افغانستان دې ته وهڅاوه چې بدیلې لارې ولټوي، پر ځان بسیا کېدو ته جدي پام وکړي او د اقتصادي خپلواکۍ عملي ګامونه واخلي. د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراخې شوې، له جنوبي او لوېدیځو لارو بدیل مسیرونه فعال شول، او داخلي تولید ته نسبي پاملرنه زیاته شوه. که څه هم دا بدلونونه اسانه نه وو، خو پایله یې دا وه چې افغانستان ورو ورو له هغه انحصاره ووت چې کلونه ورباندې تپل شوی و.
برعکس، پاکستان ته د لارو بندښت دروند زیان واړاوه. د کراچۍ بندر له لارې د افغانستان ترانزیټي سوداګرۍ دریدل، د پاکستان د ترانسپورتي شرکتونو زیان، د ګودامونو درېدلې سوداګرۍ، د صادراتو کمښت او د باور له منځه تلل هغه واقعیتونه دي چې د پاکستان اقتصاد یې سخت وځاپه. افغان سوداګرو نور د پخوا په څېر پر پاکستان تکیه ونه کړه، پانګه یې نورو مسیرونو ته واړوله او دا کار د پاکستان لپاره د اوږدمهاله عوایدو د له لاسه ورکولو مانا لري. همدا لامل دی چې نن پاکستان په وار وار د لارو د خلاصون غوښتنه کوي او هڅه کوي افغانستان بېرته پخواني وضعیت ته راوګرځوي.
خو افغانستان نور هغه پخوانی افغانستان نه دی. دا هېواد اوس پوه شوی چې اقتصادي خپلواکي یوازې یو شعار نه، بلکې د بقا شرط دی. د لارو بندښت وښوده چې که څه هم ستونزې رامنځته کېږي، خو حل لارې هم شته. افغانستان د دې تجربې په پایله کې دا درک کړه چې باید سوداګري د متقابل احترام، واضح اصولو او اوږدمهاله تضمینونو پر بنسټ تنظیم شي، نه د احساساتو او موسمي فشارونو له مخې.
همدا لامل دی چې نن افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري. دا ځل غوښتنې او شرایط عادي نه دي. افغانستان نه غواړي بېرته هغه حالت ته ستون شي چې هر وخت به د یوې دروازې په تړل کېدو یې اقتصاد یرغل کېده. که لارې خلاصیږي، باید په تدبر، ملي ګټو ته په پوره پام او د سختو شرایطو په چوکاټ کې وي. دا شرایط باید د سوداګرو د عزت، د مالونو د خوندیتوب، د بېځایه ځنډونو د مخنیوي، د سیاسي فشار د نه کارولو او د دوامدارې سوداګرۍ تضمینونه ولري.
افغانستان اوس د دې موقف لري چې ووایي: موږ بیړه نه لرو. زموږ بازارونه تش نه شول، زموږ اقتصاد ړنګ نه شو، او زموږ خلک د فشار تر سیوري لاندې تسلیم نه شول. برعکس، دا بندښت زموږ د اقتصادي تفکر د بدلون پیل شو. موږ پوه شوو چې د خپل تولید پیاوړتیا، د بدیلو لارو فعالول او د سیمهییزو همکاریو پراخول زموږ په ګټه دي. دا هغه درس دی چې افغانستان یې نور نه هېروي.
پاکستان که رښتیا هم غواړي سوداګریزې لارې بېرته پرانیستل شي، باید درک کړي چې پخوانۍ لوبه نور کار نه کوي. د فشار سیاست نور اغېزمن نه دی. افغانستان د برابر شریک په توګه تعامل غواړي، نه د تابع په توګه. که دا اصل ونه منل شي، افغانستان ته د انتظار ستونزه نشته. وخت دا ثابته کړه چې صبر او تدبر زموږ په ګټه تمام شو، او دا تګلاره به دوام لري.
په پای کې، د افغانستان دریځ روښانه دی: اقتصادي خپلواکي زموږ لومړیتوب دی. که له پاکستان سره سوداګریزې لارې پرانیستل کېږي، باید د متقابلو ګټو، روڼتیا او ثابتو اصولو پر بنسټ وي. دا ځل غوښتنې او شرایط عادي نه دي، ځکه اوس افغانستان د تجربې، عبرت او خپلواک فکر له مرحلې تېر شوی دی.




































