کابل ښاروالۍ ویلي، چې د خصوصي او عامه ګډون پروژې په چوکاټ کې د څه باندې یو میلیارد او ۹۰۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د شهرنو پارک د جوړولو چارې پیل شوې. کابل ښاروالۍ ویلي، چې پر۹۰ زره ۶۶۳ متر مربع ځمکه جوړ د شهرنو پارک د کابل له پخوانیو تفریحي پارکونو څخه ګڼل کېږي، چې د معیاري امکاناتو د نشتوالي او د زیربناوو د له منځه تلو له امله یې اساسي بیارغونې ته اړتیا درلوده. یادې ښاروالۍ ویلي چې پرون یې د شهرنو پارک پر ۱۴،۳۲ سلنه برخه د لوړپوړیز سوداګریز مارکېټ، تر ځمکې لاندې مارکېټ، د ښځو لپاره ځانګړي مارکېټ، تفریحي ځایونو، رسټورانټونو، جومات، د لامبو وهلو حوض، پارکېنک، ورزشي او فرهنګي سیمو او د فاتحې سالون د جوړولو چارې پیل کړې چې د دریو کلونو په موده کې به بشپړې شي.



































