د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، تېره ورځ له ایران او پاکستانه نږدې څلور زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د دغه کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستانه ۷۱۳ کورنۍ چې ۳۹۲۶ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي. یاد کډوال د هرات د اسلامکلا، د نیمروز ورېښمو پله، د هلمند د بهرامچې، د کندهار سپینبولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي دي. یادو کډوالو ته د مخابراتي شبکو ۶۳۴ سیمکارټونه هم وېشل شوي دي.



































