د کندهار ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په سپینبولدک ولسوالي کې د دولتي ادارو او امنیتي ځواکونو په همغږۍ، د څارویو د ناقانونه لېږد پر وړاندې پراخ اقدامات شوي چې پایله کې یې په تېرو ۳ میاشتو کې پاکستان ته د ۵زره او ۱۹۸ پسونو د قاچاق مخه نیول شوې ده. د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې د فرضي کرښې په اوږدو کې یې څار زیات کړی او د ناقانونه لېږد هڅې یې پر وخت شنډې کړې دي. د مسوولینو په خبره د څارویو د قاچاق زیاتوالی د بازار توازن ګډوډوي او پر مالدارانو ناوړه اغېز کوي چې له همدې امله د دې پدیدې پر وړاندې جدي اقدام شوی دی.



































