د سره صلیب نړیوالې کمېټې(ای سي ار سي) راپور ورکړی چې افغانستان لا هم د نړۍ په کچه له شدید بشري بحران سره مخ دی. یادېکمېټې په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲۲.۹ میلیونه وګړي چې د هېواد نږدې نیمايي برخه جوړوي، بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري. د راپور له مخې د لسیزو جګړو، اقتصادي ستونزو، طبیعی پېښو او اقلیمي بدلونونو د میلیونونو کسانو ژوند اغېزمن کړی دی. د یادې کمېټې په خبره، په افغانستان کې پراخې بېکارۍ، د معیشتي سرچینو کمښت او روغتیايي خدماتو ته محدود لاسرسي وضعیت ترینګلی کړی دی. د راپور له مخې، طبیعي پېښې لکه زلزلې، وچکالي او سېلابونه او همدارنګه په ۲۰۲۵ کې له پاکستان او ایران څخه د کډوالو پراخې راستنېدنې اړتیاوې لا زیاتې کړې دي.



































