د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین شیخ عبدالرحمن منیر په کابل کې د روسیې له سفیر دمیتري ژیرنوف سره کتلي دي. سرچینې ویلي، چې په دې کتنه کې د نشه يي توکو پر ضد مبارزې، بزګرانو ته د بدیل معیشت برابرولو، د روږدو کسانو د درملنې او ملاتړ مرکزونو د رامنځته کولو په برخه کې دهمکارۍ پر پراختيا خبرې شوې دي. د روسیې سفیر په یاد برخه کې د اسلامي امارت هڅې ستایلي او بې سارې یې بللې دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې په دې کتنه کې دواړو خواوو د نشه يي توکو پر ضد ګډې مبارزې ټینګار کړی دی.



































