د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو این ایچ سي ار) راپور ورکړی، چې له اسلامي پرمختیايي بانک سره په همکارۍ یې په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا او د ټولنو د ځواکمنتیا په موخه یوه نوې پروژه پیل کړې ده. یاد بنسټ په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې دا پروژه د افغانستان د بشردوستانه وجهي صندوق له خوا چې د اسلامي پرمختیايي بانک لخوا مدیریت کېږي، د ۳میلیونو ډالرو په مالي مرستې به پلې شي. د یاد بنسټ په خبره، دا نوې پروژه د افغانستان د اغېزمنو ټولنو د بېړنیو روغتیايي اړتیاوو ته په غبرګون کې پلې کېدونکې ده. د دغه پروګرام له مخې، په راتلونکو ۲ کالو کې به په کونړ، کندهار او دایکنډي کې درې پراخ روغتیايي کلینیکونه جوړ او فعال شي. دیاد بنسټ په خبره له دغو خدماتو به څه د پاسه ۲۴۰ زره بې ځایه شوي، راستنېدونکي او سیمهییز اوسېدونکي برخمن شي.



































