د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال حسامالدین صابري په کابل کې له هندي پانګهوالو سره کتلي دي. کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې په دې کتنه کې هندي پانګهوالو د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې او د مسو او اوسپنې په ګډون د کاني سرچینو په کارولو کې یې د همکارۍ ژمنه کړې ده. د کانونو وزارت مرستیال د دغه پانګهوالو له لېوالتیا هرکلی کړی او ویلي یې دي، هغه پانګهوال چې غواړي په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي، وزارت د قانوني همکاریو او اړینو اسانتیاوو برابرولو لپاره چمتو دی؛ څو پانګهوال په اسانۍ خپلې پروژې پرمخ یوسي.



































