په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (یوانډيپي) استازي سټېفن رودریګز ویلي، سره له څلورو لسیزو جګړو، د افغانستان عمومي وضعیت د ښهکېدو پر لور روان دی. نوموړي له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي، یوانډيپي پر بنسټیزو پروژو، کارموندنې او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې مبارزې تمرکز کړی او تر اوسه یې میلیونونو کسانو ته روغتیايي، ښوونیز او کاري فرصتونه برابر کړي دي. هغه ټینګار کړی چې د بېوزلۍ د کمولو لپاره افغانستان لږ تر لږه ۶ تر ۷ سلنه اقتصادي ودې ته اړتیا لري او د ښځو پر مشارکت محدودیتونه او اقلیمي بدلونونه د اقتصاد پر وړاندې لوی خنډونه دي. نوموړي دغه راز خبرداری ورکړی چې اقلیمي بدلونونه، د اوبو کمښت او تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې په کابل کې د اوبو د وچېدو ګواښ یو بېړنی وضعیت رامنځته کوي.



































